Banner

دخپلودرې ماشومانودنفقې پيداکولوله پاره سوال کوم

06.11.2008 11:19

دګرديزپه ښارکې هره ورځ په لسګونوسوالګر دعاموخلکو اوهټيوپه وړاندې ولاړوي اوله خلکومرسته غواړي.
په دې سوالګروکې ډيرى يې ښځې اوماشومان دي،دوى ديوې مړۍ ډوډۍ دپيداکولوله پاره،له سهاره ترماښامه لالهانده ګرزي.
دګرديزښارپه مرکزي څلورلارې کې،ديوې سوالګرې بس بي بي روزخبري آژانس ته وويل: (( له مجبوريته مې سوال کوم، ميړه مې دوه کاله مخکې ايران ته په مزدورۍ پسې تللى ووچې تراوسه يې دمړي اوژوندي حال نشته.))
نوموړې زياته کړه، درې ماشومان راپاتې دي اوهغوى دنفقې پيداکولوپه له پاره سوال کوم.
بس بي بي يوازينۍ ميرمن نه ده چې سوال کوي،دګرديزپه ښارکې سپين مارکيټ مخې ته ناسته ميرمن چې دنوم له اخيستلوڅخه يې ډډه کوله او مخې ته يې دوه کلن ماشوم پروت ؤ،روزخبري آژانس ته وويل: (( ميړه مې مزدوري کوله،چې ديوال ورباندې ړنګ اودواړه پښې يې فلج شوې چې اوس په کورپروت دى نوزه مجبوره يم چې سوال وکړم اولاس ته راوړي شيان کورته يوسم.))
خودياشويوښځودستونزوسره، نارينه سوالګر هم ډيرې ستونزې لري،دوى دښارپه منځ اودموټروتم ځاى مخې ته ولاړوي.
يوشپيته کلن سپين ږيري دواجان چې يوه لس کلنه ماشومه يې له لاسه نيولې وه،روزخبري آژانس ته وويل: (( څلورزامن مې دي،ښه ژوندمې وو،خوچې زامنوته مې ودونه وکړل يوهم راپاتې نه شواوراڅخه بيل شول اوس دژوندي پاتې کيدوله پاره اړيم چې سوال وکړم.))
په دې اړه چې ولې خلک سوال کوي،ټولنپوه ډاکترياسين حکيمي روزخبري آژانس ته وويل: (( په دې کې شک نشته چې په درې لسيزوکې افغانان له سختواقتصادي ستونزوسره مخ دي اوپه سوالګروکې هم ډول ډول وګړي دي.))
نوموړي زياته کړه، يوشميرسوالګرله مجبوريته سوال کوي خوځينې بيا دعادت له مخې سوال کوي اوداکارځانته عيب نه ګڼي.
دسيمې يوشميراوسيدونکوپه وينا،که ځينې سوالګرله نږدې وڅارل شي، شايد دخپلو سيمو اوسيدونکي نه وي اوله نورو ولايتونوڅخه راغلي وي.
خوداچې ولې دسوال کولوله پاره له نوروولايتونوڅخه سوالګردې ولايت ته راځي، په ګرديزکې دجنايي جرمونو مخنيوي پخواني کارکوونکى عبدالقيوم شيرزاده روزخبري آژانس ته وويل: (( په دې سوالګروکې ځينې داسې کسان وي، چې په نوروولايتونوکې په جنايي جرمونوککړوي اوددې له پاره چې ونه پيژندل شي نوروولايتونوته دسوال کولوله پاره ځي.))
دپکتياولايت دکاراوټولنيزوچارورئيس عبدالصمدمصلح روزخبري آژانس ته وويل: (( داخبره ريښتياده چې په ګرديز کې دسوالګروشميرورځ تربلې زياتيږي خودوى کومه ځانګړې بوديجه نه لري چې دخلکوله پاره يې وکاروي.))
دپکتياپه ولايت کې دسرې مياشتې رئيس عبدالولي ځاځي روزخبري آژانس ته وويل: (( موږپه بازارکې دسوالګروله پاره ددايمي مرستې کوم پروګرام نه لرو،خوکله ناکله له دوى سره دخوراکي توکومرسته کوو.))
نوموړي که څه هم په دې ولايت کې دسوالګروکره شميره په ګوته نه کړه خوزياته يې کړه چې په لسګونوکسان داقتصادي وضع خرابوالي له امله سوال کولوته مخه کړې ده.

داپه داسې حال کې ده چې دنوي حکومت په راتلوسره په ميليونوډالردنړيوالوله خوامرسته وشوه خوتراوسه پورې دعامووګړوپه ژوند کې کوم مثبت بدلون نه دى راغلى.

ساحل: پکتيا
 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.